د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي او جان آقا صادقي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق سلاکار ښاغلي نظام الدین تاج زاده، او د اتاق کارکوونکو د مارچ اتمه (د ښځو نړیواله ورځ) ولمانځله.

ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد ټولو ښځو او په ځانګړې توګه د اتاق ښځینه کارکوونکو ته د ښځو د نړیوالې ورځې په پار مبارکي وویله او په اقتصاد او کوچنیو تشبثاتو کې يې د ښځو رول اړین وباله.

ښاغلي خان جان الکوزي د مارچ اتمې، د سوداګرۍ پراختیا او د سولې راوستو په برخه کې د ښځو رول په اړه د خبرو کولو تر څنګ د هېواد ښځینه وو ته د لا ډیرو بریاوو دعا وکړه.
 
ښاغلي شفیق الله عطايې د مارچ د اتمې په پار ښځینه کارکوونکو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ، ډاډ ورکړ چې اتاق په خپلو ټولو ګمارنو کې د جنډر موضوع په جدي ډول په نظر کې نیسي.
 
ښاغلي جان آقا صادقي د اتاق ښځینه کارکوونکو ته د مارچ اتمې په پار د مبارکۍ ویلو تر څنګ زیاته کړه چې د سولې راتګ به ښځو ته د لا زیاتو کاري فرصتونو سبب وګرځي.

د اتاق دوه ښځینه کارکوونکو هرې یوې شکیلا شهاب عزیزیان او سیمین دانشور د مدیره پلاوي څخه د ښځینه کارکوونکو د ملاتړ او د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځ غونډې ترتیبولو په تړاو مننه او ستاینه وکړه.

د پروګرام په پای کې د اتاق د سوداګریز مرستیال ښاغلي حاجي خیرالدین مایل احمدي او د بشیر نوید شرکت رئیس له خوا ترتیب شوې ډالۍ ګانې د اتاق ښځینه کارکوونکو ته ډالۍ کړی شوی.