د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سرپرست سفیر سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سرپرست سفیر بدر ابراهیم سره په کابل کې ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه يې خبرې وکړی.

په دی ناسته کې ښاغلي مهمند سعودي عربستان ته د زعفرانو، جلغوزو، وچو او تازه میوو صادرولو او د نوموړي هېواد څخه د ځمکني او هوايې ټرانسپورټ په واسطه د خرما واردولو په اړه د بدر ابراهیم سره خپل نظریات شریک کړل او د سعودي عربستان له سفارت څخه يې په دی برخه د همکاریو غوښتنه وکړه.