د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د هېواد یو شمیر سوداګرو په حیرتان بندر کې د سوداګریزو مالونو د تراکم په اړه د ماليې وزارت له سرپرست وزیر سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د هېواد یو شمیر سوداګرو په حیرتان بندر کې د سوداګریزو مالونو د تراکم په اړه د ماليې وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي محمد خالد پاینده سره د لیدنې په ترڅ کې په حیرتان بندر کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.


دغه ناسته د سه شنبه په ورځ د بلخ ولایت په مقام کې د والي، مرستیال والي، زیات شمیر سوداګرو او د حیرتان بندر مسؤلینو په کې ګډون درلود؛ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اوسپنې له لارې حیرتان بندر ته د وارداتي اقلامو په وخت نه رارسیدو ستونزو په اړه خبرې وکړی او د ماليې وزارت څخه يې د یادو ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.


ښاغلي محمد خالد پاینده ژمنه وکړه چې د سوداګریزې ټولنې په لاره کې د شتو ستونزو د له منځه وړلو او د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.


د غونډې په پای کې، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د خصوصي سکتور او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازولۍ د ماليې وزارت له سرپرست وزیر او ورسره پلاوي څخه بلخ ولایت ته د شتو ستونزو په تړاو د سفر کولو ستاینه او مننه وکړه.