د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي د افغانستان او ترکيې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې لمانځ غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، د کابینې وزیرانو، د ولسې جرګې غړو، د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر، د ملګرو هېوادونو ديپلوماتانو، او د ترکيې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي چاوش اوغلو په آنلاین ډول د افغانستان او ترکیې د دیپلوماتیکو اړیکو په تړاو په جوړه شوې لمانځ غونډه کې ګډون وکړ.

غونډه د دواړو هېوادونو د ملي سرودونو او د دواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو په پیغامونو پیل شوه.
د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکي سیال او او ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک، د افغانستان او ترکیې تر منځ تاریخي اړیکو، دیني، فرهنګي، او عرفاني مشترکاتو او دافغانستان د سولې پروسې څخه د انقرې د ملاتړ په اړه خبرې وکړی.

ښاغلي اوغلو د افغانستان او ترکيې ترمنځ تاریخي اړیکو ته د اشارې کولو تر څنک، ډاډ ورکړ چې ترکیه به د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ کوي. او دا چې افغانستان لمړی هېواد و چې د ترکيې هېواد مجلس ملت کبیر يې په رسمیت وپیژانده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په تیرو سلو کلونو کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د لاجوردو لارې جوړونې، هوايې دهلیزونو جوړولو، ګډو پانګه اچوونو، د ګډو نندارتونونو، سوداګریزو کنفرانسونو، په افغانستان کې د زدکړو مرکزنو جوړولو، او د ترکيې هېواد د مالي مرستو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ټولې اړیکې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او سیاسي اړیکو په پراختیا کې اړین رول لري.