د سوداګرۍ او صنعت ښاغلي وزیر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس د هرات ولایت د ښځو سوداګرۍ اتاق پرانسته

د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره هیت سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، د مدیره هیت غړیو هر یو آذرخش حافظي او خان جان الکوزي، د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي، د هرات اتاق د مدیره هیت ریس ښاغلي یونس قاضي زاده، د هرات ولایت د ښځو اتاق مشرتابه او د  خصوصي سکتور یو شمیر غړیو د لیندۍ په ۲۷مه د هرات ولایت د ښځو اتاق پرانسته.

ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني وویل "د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سوداګرو او متشبثو ښځو وړتیا لوړونې او په پنځو اقتصادي زونونو کې د ښځینه نندارتونونو جوړولو ته ژمن دی."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ښځو اتاق د لا ښه والي او د هرات ولایت د سوداګرو ښځو څخه د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

د ښځو سوداګرۍ اتاق د لاښه والي په موخه ددې اتاق مشرتابه د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ملاتړ اړین وباله او غوښتنه یې وکړه.