د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیت لومړي مرستیال د کندهار ولایت د کسبګرو د ریس سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیت لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کندهار ولایت د کسبګرو د اتاق له ریس ښاغلي حاجي شیر آغا او یو شمیر کسبګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی د ستونزو په اړه خبری وکړی.

په دی لیدنه کې د کندهار ولایت د کسبګرو د اتاق ریس او غړو یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرله پسې همکاریو په مناسبت د اتاق څخه د مننې تر څنګ په هیواد کې د شتو ګمرکي او مالي ستونزو یادونه وکړه؛ او د اتاق څخه يې خپلو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي محمد یونس مهمند د کسبګرو ستونزو له اوریدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور لپاره ګډ کور ونوماوه او د هیواد په اقتصادي پیاوړتیا کې يې د کوچینو متشبثینو رول اړین وباله. نوموړي ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د حکومت اړونده ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.