د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ سره د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې، د نړیوالې رقابتي برنامې(HULT PRIZE) تر عنوان لاندې د ۱۰ بهترینو اقتصادي طرحو د ټاکنې غونډه جوړه شوه

د پنجشنبه په ورځ د لیندۍ په ۱۳مه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ سره د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې، د نړیوالې رقابتي برنامې(HULT PRIZE) تر عنوان لاندې د ۱۰ بهترینو اقتصادي طرحو د ټاکنې په موخه په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې ګډون او وینا وکړه.

ښاغلي عطايې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازولۍ د محصلینو د بهترینو اقتصادي طرحو د ستایلو تر څنګ، ټینګار وکړ چې اتاق د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه هر ډول فني، مالي او زدکړیالۍ دورو وړاندی کولو لپاره چمتو دی.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د محصلینو اقتصادي طرحې به وکولې شي د هیواد په اقتصادي لوړتیا او تشبث کې اړین رول ولوبوي.

د غونډې په اوږدو کې، د کابل پولیتخنیک پوهنتون مشرتابه او د خصوصي سکتور یو شمیر استازیو هم خپلې ویناوې او نظرونه څرګند کړل.

د غونډې په پای کې، محصلینو د اتاق او پولیتخنیک پوهنتون مشرتابه څخه د دی غونډې د جوړولو او هغوی ته د ستاینلیکونو ورکولو په مناسبت د مننې کولو تر څنګ ژمنه وکړه، چې د خپلو اغیزمنو اقتصادي طرحو په واسطه به د هیواد خصوصي سکتور لپاره عملي کړنلارې رامنځته کړي.