د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیايې ادارې(USAID) تر منځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د امریکا متحده ایالاتو پرمختیايې ادارې(USAID)  د یوې ویډوي ناستې په ترڅ کې د کرونا ویروس (COVID 19) اړوند د اتاق د ستراتیژیو په اړه یو تفاهملیک لاسلیک کړ.

ددی تفاهملیک په اساس به د امریکا د متحده ایالاتو پرمختیايې اداره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په ظرفیت لوړونه کار وکړي تر څو اتاق په دی وتوانیږي چې خپلو غړو او د افغانستان ولس ته د کرونا ویروس خپراوي او خوندي سوداګرۍ  په اړه په وخت او دقیق مالوت وړاندی کړي.

همدارنګه د امریکا د متحده ایالاتو پرمختیايې اداره به اتاق سره خپلې تخنیکي مرستې، د ستراتیژیو د تطبیق په اړه مالومات، د کرونا ویروس په اړه مالوماتي سرچینې، او په دی هکله خپلې تجربې شریکې کړي.

دغه تفاهملیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل رئيس ښاغلي سید زمان هاشمي او د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايې ادارې رئيسې آغلې تینا دولي جونس په واسطه د یوې ویډوي ناستې په ترڅ کې لاسلیک شو.