د اتاق سوداګریز مرستیال د کابل ښار ساختماني چارو اتحادیې له رئیس او غړو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د کابل ښار رغنیزو چارو ټولنې له مشر ښاغلي داود پکتیاوال او د دې ټولنې له  غړو سره د اتاق د غونډو په تالار کې د هغوی په شته ستونزو خبرې وکړې.


‏د کابل ښار د ساخت او رغنیزو چارو ټولنې رئیس او غړو د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د نظارت کوونکو ارګانونو، د ناحیو او حوزو مسوولینو له لورې د دوی د فعالیتونو په وړاندې شته ستونزو او خنډونو یادونه وکړه او د حل برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.


ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د هغوی د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې اتاق به د دغې اتحادیې ستونزې له اړوند حکومتي ادارو سره شریکې او د حل کولو په موخه به یې هر ډول همکاري وکړي. نوموړي، د کابل ښار د ساختماني اتحادیې له مشر او غړو وغوښتل، چې د موجوده ننګونو د حل په موخه خپلې چارې د اتاق د اتحادیو د ثبت له مسوول سره تنظیم کړي. ‏