د ملي تدارکاتو ادارې لخوا، سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې خصوصي سکتور ته د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د هېواد خصوصي سکتور ته د عامه پوهاوي ورکړې برنامه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي ریاست پالېسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي شفیق الله "عطایي" ، د ملي تدارکاتو ادارې د شرکتونو د تصدیق څانګې رئيس ښاغلي میروېس "عمري"  او د بېلابېلو سکتورونو څخه یو شمېر خصوصي شرکتونو حضور کې د اتاق غونډو تالار کې ترسره شوه.

ښاغلي "عطایي" ، د دغه پروګرام د ګټو په تړاو وویل: الکترونیکي تدارکات د اساسي او بنسټیزو برنامو څخه دي، چې د تدارکاتي پروسې د چټکتیا، د روڼتیا تأمین او د تدارکاتو پورې اړوند چارو ښه والي لپاره د ملي تدارکاتو محترمې ادارې په نوښت رامنځته شوي، چې په شفاف ډول د قراردادونو ورکولو کې  کولای شي مثبت او د پام وړ نقش ولري.هغه موضوع چې ډیری وخت ترې په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور له لوري شکایتونه شوي دي، دا ګام به د خصوصي سکتور انديښنو رفع کولوزمینه مساعد کړي څو، د حکومتي تړونونو د اخیستلو په پروسه کې په ډاډ سره ګډون وکړي. هغه زیاته کړه، دا پروګرام په څو پړاوونو کې اجرا کیږي، تخنیکي جزیېات او استفاده کولو څرنګوالی یې په پریزینټیشن کې وړاندې شوې.

ښاغلي میروېس عمري، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه مننه وکړه چې د دې برنامې ترسره کېدو او د ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون زمینه یې برابره کړه او د آنلاین سیستم بریا کې یې د خصوصي سکتورهمکاري مهمه وبلله. ښاغلي "عمري" زیاته کړه: د ملي تدارکاتو اداره په پام کې لري ترڅو، خپل ټول نوي او عصري سیستمونه چې ډېری مزایاوې او ګټې لري د هېواد خصوصي سکتور سره  چې په وینا یې د هېواد د اقتصادي چتر څرخونکی دی شریکې کړي او له هغو شته فرصتونو یې خبر کړې چې په بازار کې مساعد شوي دي. هغه وویل، د ملي تدارکاتو اداره توانېدلې چې تر اوسه د دې اارې سره د ثبت شوو  1000 خصوصي شرکتونو له جملې، له 700 شرکتونو ډیرو هغو ته یې په مرکز او ولایتونو کې په بېلا بېلو بڼو دغه برخه کې روزنه ورکړې ده.

په پای کې، د ملي تدارکاتو ادارې تخصصي او فني برخې، د آنلاین یا برښنایي سیستم په تړاو خپل چمتو کړی معلوماتي پریزنټیشن، ګډونوالو ته تشریح او اړوندو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.