د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صادراتو، مالي، اداري او عملیاتي چارو د ښه والي په موخه الکترونیکي عملیاتي سیستم پرانست

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د حرکت ادارې په همکارۍ د یوې غونډې په ترڅ کې د اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلو د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مومند،د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړي ضیاءالدین اڅکزي، د اتاق د عامل پلاوي مشر سید زمان هاشمي، د حرکت ادارې رئيس نورعالم حکیمیار او د خصوصي سکتور غړو په حضور کې  د صادراتو، مالي، اداري او عملیاتي چارو د ښه والي په موخه د اتاق مرکزي دفتر کې  برښنایي عملیاتي سیستم پرانستل شو.

ښاغلي یونس مومند، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د برښنایي عملیاتي سیستم فعالولو کې د حرکت ادارې له همکاریو د مننې ترڅنګ د دې سیستم فعالیت سره چې د اتاق د مشرتابه هیئت او د عامل هیئت د هڅو په پایله کې د حرکت ادارې په مرسته فعال شو، خوښي وښوده او دا یې د اتاق له لاسته راوړنو یاد کړ. نوموړي د هېواد ګمرکونو کې د سوداګرو د کارونو په وړاندې شته ستونزو یادولو سره د ګمرکونو له اوسنۍ رهبرۍ او عملیاتي رئیس وغوښتل څو، د سوداګرو یادو شویو ستونزو حل لپاره جدي اقدامات وکړي.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د چارو په چټکتیا او خدماتو عرضه کېدو کې د برښنایي عملیاتي سیستم د اهمیت په تړاو خبرې وکړې  او د دې سیستم فعالول یې د اتاق یوه پخوانۍ هیله وبلله چې نن ورځ د اتاق د مشرتابه هیئت او حرکت ادارې د مشترکو هڅو پایله کې عملي شو او په ملي او نړیواله کچه به د اتاق د باور زیاتولو سبب شي.

ښاغلي سید زمان هاشمي، په الکترونيکي بڼه د اتاق د خدمتونو عرضه کولو په تړاو وینا وکړه او دا نوښت یې د اتاق د تېرو 90 کلونو فعالیت کې یو ستر بدلون وباله چې کولای شي د اتاق خدماتو کې ، سرعت، مؤثریت،روڼتیا او د سوداګرو د باور پيدا کېدو لامل شي. هغه زیاته کړه: د مبدآ د تصدیق پاڼې، انوایسونو او نورو کاري ستونزو چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو او سرحدي ګمرکونو کې د اتاق بیا ځل تایېد ته اړتیا موجود وه، د دې لامل شو چې اتاق د ذکر شویو ستونزو د حل لپاره عملي اقدمات ترسره کړي، چې د برښنایي عملیاتي سیستم پرانستل یو له لاسته راوړنو دې چې اتاق دغه برخه کې اجرا کړي دي.

د اتاق عامل پلاوي رئیس دا سیستم د درغلۍ، د نورو ادارو له لوري د ستونزو مخنیوي او د کره ارقامو وړاندې کولو کې چې په کاغذي او غیرې الکترونیکي اسنادو کې لږ تر سترګو کیږي، ډېر ګټور وباله، او په خبره یې په خاص ډول د "اسیکواډا" سیستم سره د دغه سیستم وصل کېدل به د هېواد ګمرکونو کې د سوداګرو ډیری ستونزې حل کړي او په نړیواله کچه به د اتاق د باور زیاتیدو باعث شي.

ښاغلي نورعالم حکیمیار د دغه سیستم جوړیدو کې له حرکت ادارې سره د اتاق د مشرتابه د ګډو هڅو یادونه وکړه او دا چاره یې د اتاق د خدمتونو وړاندې کولو کې یو مهم تحول یاد کړ. هغه د اتاق د برښنایي عملیاتي سیستم جوړیدل د سوداګرو د ستوزنو حل په ځانګړي ډول د خت د ضایع کېدو،اضافي لګښتونو مخنیوي او د اتاق د کارونو چټکتیا کې ډېر زیات ګټور وباله.

په همدې ترتیب د مالیې وزارت د ګمرکونو عملیاتي رئیس ښاغلي خسرو انوري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو د پراختیا رئیس ښاغلي بشیر احمد بشردوست، په بېلابېلو برخو کې د دې سیستم د خدمتونو عرضه او د کارونو سرعت په تړاو خپل نظرونه څرګند کړل.

په پای کې، دا سیستم د اتاق مشرتابه هیئت، د حرکت ادارې، ګمرکاتو او د صادراتو د انکشاف رئیسانو له لوري پرانستل شو او د عملي فعالیت د جریان او بڼې په تړاو یې رسنیو ته د اتاق د صادراتو او پانګونې د پراختیا ډیپارټمنټ کې معلومات وړاندې شول. ‏

یکشنبه، 16 وږي 1399‏