د اتاق مشرتابه پلاوي چک هېواد کې د افغانستان سفیر سره ناسته کې د دواړو هېوادنو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په شریکو فرصتونو بحث وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او محترمو د مدیره پلاوي مالي رئیس  شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو ذکریا بریالي او جان آقا صادقي، د اتاق د عامل پلاوي مشر سید زمان هاشمي او د هېواد یو شمېر سوداګرو چک هېواد کې د افغانستان سفیر ښاغلي شهزاد ګل اریوبي، سره ولیدل او دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو د پراختیا په تړاو یې بحث او تبادل نظر وکړ.

ښاغلي صافي، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته، چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر راتګ لپاره هرکلی وکړ او دغه ډول ناستې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ودې او پراختیا لپاره مهمې وبللې او هیله مند شو چې دغه ناسته وکولای شي د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په زیاتوالي ښه اغیز وکړي.

د اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي، په اروپایي بازارونو په ځانګړي ډول "چک" او "سلواک" کې د افغانستان د تولیدي محصولاتو لپاره بازار موندنه کې د ښاغلي اریوبي له هڅو یادونه وکړه او پاکستان سره سوداګرۍ کې د افغانستان شته ننګونو ته په اشارې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو لپاره په نړۍ له جملې یې اروپایي ټولنې هېوادونو بدیل بازارونو پیدا کولو په تړاو خبرې وکړې او د دې ډول غونډو په دوام یې ټینګار وکړ.

د اتاق عامل پلاوي مشر، په وروستیو 3 کلونو کې اروپایي اتحادیې ته د افغانستان صادرات شاوخوا 24 میلیونه ډالر وښودل چې له دې جملې نږدې 19 میلیونو ډالرو په ارزښت چې ټولیز مقدار یې 1284 ټنه کیږي د هوایي دهلیزونو له طریق په 223 الوتنو کې صادر شوي، چې ډېره برخه یې جرمني ته لیږدول شوي دي.هغه له سوداګرو وغوښتل چې دغه ناسته کې له اروپایي ټولنې په خاص ډول چک هېواد سره د سوداګرۍ ګډو فرصتونو په تړاو بحث وکړي او خپل وړاندیزونه د افغانستان له سفیر سره هم شریک کړي.

ښاغلي شهزاد ګل اریوبي، له چک او سلواک هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې ګډو فرصتونو په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه، د دې ترڅنګ چې دی په چک هېواد کې د افغانستان سفیر دی په سلواک هېواد کې د افغانستان کونسلي چارې هم دوی پر مخ وړي. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو تجارتي او اقتصادي مناسباتو چې په تېر وخت کې درلود یادونه وکړه او هغه معلوماتي کڅوړه چې (وچې او تازه مېوې، زعفران، طبي بوټي، زراعتي محصولات، غالۍ، لاسي صنایع او معادن) پکې شامل دي اتاق او سوداګرو ته وسپارله او ټینګار یې وکړ چې دغه محصولات د افغانستان صادراتو او د هغې بازار موندنې لپاره ګټور واقع کیږي.

ښاغلي اریوبي، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د اقتصادي او شریکې پانګونې د مناسباتو تحکیم برخو کې د بېلا بېلو فرصتونو برابرولو  د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه ناسته کې، د بېلابېلو سکتورونو سوداګرو او پانګه والو د خپلو تولیداتو په تړاو خبرې وکړې او وړاندیز یې وکړ چې چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت هغه هېواد کې د یو څو ورځیني نندارتون جوړولو اوسوداګریز تواصل ناستې زمینه مساعد کړي ترڅو، دوی له یوې خوا د افغانستان د محصولاتو د معرفي او بازار موندنې لپاره کافي وخت ولري او له بل لوري وکولای شي د چک د پانګوالو سره د ګډو پانګونو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.