د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د اوکراین جمهوریت سوداګرۍ او صنایعو اتاق د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د اوکراین جمهوریت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د روان کال د وږې میاشت پر 6مه نېټه د پنجنشبې ورځ اوکراین کې د افغانستان د سفیر او د دواړو هېوادونو د اتاقو د رییسانو په حضور کې د ویډیو کنفرانس له طریق هوکړه لیک لاسلیک کړ.


د دې هوکړه لیک پر بنسټ د اوکراین د سوداګرۍ او صنایع اتاق غواړي کابل کې د هغه هېواد سوداګریزه خونه پرانیزې او ټاکل شوې له هغې وروسته د اوکراین د اتاق مرستیال کابل ته سفر وکړي او د هغې پر نورو جزیاتو خبرې وکړي.

د اوکراین د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ښاغلي "گنیدی" د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د زیاتولو لپاره چمتووالی وښود. په اوکراین کې د افغانستان سفیر ښاغلي ولي "منور" په خپلو خبرو کې د یو هوکړه لیک امضاء ته اشاره وکړه چې پخوا د دواړو هېوادونو د تجارتي او اقتصادي اړیکو تحکیم په موخه لاسلیک شوې وه. نوموړي د هغو سوداګرو او پانګه والو لپاره چې افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لیوالتیا لري او غواړي زموږ هېواد ته سفر وکړي، له خپل لورې د ویزې صدور همکاریو ژمنه وکړه.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان "هاشمي" د اتاق د فعالیتونو او د اوکراین له جمهوریت سره د سوداګرۍ میزان په تړاو معلومات وړاندې کړل او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو اړیکو د پراختیا  لپاره یې د ځېنو شمېرو او ارقامو غوښتنه وکړه. نوموړي مشخصآ اوکراین ته د صادراتو او سټنډرډونو د پروسیجرونو او همدا راز د هغو اقلامو په تړاو د معلوماتو او همکاریو غوښتنه وکړه چې د افغانستان لپاره په ترجیحي تعرفو کې شاملیږي.

دغه هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان "هاشمي" او د اوکراین د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ښاغلي "گنیدی" له لوري په انلاین بڼه لاسلیک شو.