د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، په یو خبري ناسته کې افغانستان کې د کار د وضعیت د څلروېشتمې سروې او په هغې د کوویډ 19 اغیزو جزیات اعلان کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په یو خبرې ناسته کې چې د حرکت ادارې په همکارۍ د اتاق د محترم مشرتابه پلاوي غړو ښاغلو د مدیره پلاوي لومړي محمد یونس "مومند"، د پانګونې مرستیال سلطان محمد "صافي"، د دارالانشاء رییس خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو خانجان "الکوزي"، آذرخش "حافظي"، احمد ضیاء عظیمي "شینوزاده" او جان آقا "صادقي"، د حرکت ادارې رییس نورعالم "حکیمیار" او د اتاق د عامل پلاوي رییس سید زمان "هاشمي"، د خصوصي سکتور لسګونو غړو او خبرېالانو په ګډون د اتاق د غونډو تالار کې ترسره شوه، افغانستان کې د کار وبار څلرویشتمه سروې او پر هغې د کوویډ 19 اغیزې اعلان کړې.

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، په ترسره شوې سروې کې د حرکت ادارې له همکاریو د مننې ترڅنګ، په کار او اقتصاد د کرونا ویروس د سیمه ایزو او نړیوالو اغیزو په اړخونو خبرې وکړې زیاته یې کړه: د افغانستان خصوصي سکتور له ډېرو ستونزو سره او سخت وضعیت کې وکولای شول چې خپلو هېوادوالو ته خدمات عرضه کړي.

نوموړي، پر اقتصادي فعالیتونو او کاري فرصتونو،صادراتو ته زیان اړونکواغیزو او بهرنیو هېوادونو ته د سوداګرو په سفرونو محدودیت وضع کېدو د کرونا نامطلوب اغیزو، دامنیتي ستونزو زیاتوالی او د سوداګرو او پانګه والو د فعالیتونو پر بهیر د هغې ناسم اغیزې او په کرونایي وضعیت کې د واردوونکو په خاص توګه د خوراکي توکو واردوونکو ته تشویقي کڅوړو نه ورکړې یادونه وکړه.

د اتاق د عامل پلاوي رییس ښاغلي سید زمان هاشمي، د حرکت ادارې په مرسته د اتاق له لوري ترسره شوې سروې په اړه خبرې وکړې وې ویل: اتاق په دغه سروې کې هڅه کړې څو، د خصوصي سکتور په سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو د کوویډ  19 زیان رسوونکې اغیزې وڅېړې او د افغانستان د خصوصي سکتور د رسا غږ په توګه خپل مسوولیت ادا کړي.

ښاغلي هاشمي، د اتاق لخوا له 2012 کال راهیسې ترسره شویو سروې ګانو او تصمیم نیونکو ارګانونو، نړیوالو شریکانو او د افغانستان خلکو سره د هغو د موندنو شریکولو ته اشاره وکړه او د اتاق وروستۍ سروې چې د کوویډ 19 زیانبار اغیزو په پام کې نیولو سره د افغانستان پنځه اقتصادي زونو (کابل، هرات، ننگرهار، بلخ او کندهار) کې پر پنځه تولیدي سکتورو، سوداګرۍ،خدمات،ساختمان او کرنې برخو کې ترسره شوې په تفصیل سره خبرې وکړې.

د حرکت ادارې رییس ښاغلي نور عالم حکیمیار، د اتاق او حرکت ادارې ترمنځ د ښې اړیکې او همکارۍ یادونه وکړه خو، په دې برنامه کې یې د حکومتي چارواکو په نه ګډون نیوکه وکړه.هغه د اتاق د مسوولینو او سروې کوونکو له هڅو چې په سختو کرونایي شرایطو کې دغه سروې کړې ده ستاینه وکړه او د هغوی کارونه یې د افتخار وړ وبلل او د اتاق له لوري ترسره شوې سروې ګانې یې د حکومت پراختیایي پروګرامونو لپاره مهمې یادې کړې.

د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغانستان د خونو د فدراسیون د پانګونې مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي، په کرونا بحراني وضعیت کې د بازار د نرخونو ټېټوالي، د ښارونو ضد عفوني کولو کې فعاله ونډې، د هېواد روغتیایي سکتور سره د مرستې او ښې همکارۍ، د سیمې له هېوادونو د لسګونو زره ټنو خوراکي توکو پېرلو او هېوادوالو ته په مناسبه بېه د هغې عرضه کولو او په مرکز او ولایتونو کې بېوزلو او زیانمنو لپاره د خصوصي سکتور او د اتاق د مشرتابه له لوري د خوراکي توکو مساعدت برخو کې د اتاق له اقداماتو یادونه وکړه.

ښاغلي الکوزي له حکومت وغوښتل چې له خصوصي سکتور سره په یوه ګډه برنامه د کرونا له بحراني وضعیت څخه د وتلو لپاره لازم ګامونه واخلي.

د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د ایکو د اتاق دوره یي رییس ښاغلي آذرخش حافظي که څه هم د اتاق لخوا ترسره شوېو سروې ګانو اهمیت د ستایلو وباله خو، د دغو سروې ګانو د موندنو په تړاو د دولت په نه پاملرنې یې نیوکه وکړه. نوموړي د کرونا ویروس اغیزې د کوچنیو تشبثونو لپاره ستر زیان اړونکې یادې کړې او له دولت یې وغوښتل چې له زیانمنو او اغیزمن شویو متشبثینو سره مرستې وکړ څو، د ټولنې او خصوصي سکتور دغه مهمه برخه دوېم ځل خپل فعالیتونو پېل کړي.
  ‏
د ناستې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سروې برخې مسوول خپل ترتیب شوی پریزینټیشن، چې د دغې سروې موندنې پکې وې، ګډونوالو، ملي او نړیوالو رسنیو ته وړاندې کړې.