خصوصي سکتور ته د امنیتي خدمتونو د عرضه کولو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د عامه محافظت ملي تصدۍ ګډه غونډه وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د عامه ساتنې ملي تصدۍ، د هېواد خصوصي سکتور لپاره د امنیتي خدمتونو چمتو کولو په موخه د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو، د کابل والي، د عامه محافظت ملي تصدۍ مشر، د کورنیو چارو وزارت مسوولینو او د هېواد د خصوصي سکتور غړو حضور کې د کابل انټر کانټیننټال هوټل کې ګډه ناسته ترسره کړه.

د عامه محافظت د ملي تصدۍ رییس ښاغلي جنرال خوشحال "سعادت"  خپلو خبرو کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ له لوري د هېواد خصوصي سکتور ته د امنیتي خدماتو عرضه کې د نوي فصل او د اسانتیاوو رامنځته کولو یادونه وکړه، چې د هغه په خبره له یوې خوا به د یو شفاف سیستم د ایجاد او د خصوصي سکتور د غوره امنیت ټینګښت سبب شي او له بل لوري به ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه مساعد کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین "مایل احمدي" ، په اوسني وضعتی کې د خصوصی  سکتور د غړو امنیت تامین ډېر مهم وباله او هیله یې وښوده چې د عامه محافظت ملي تصدۍ به له خپلې  نوې کړنلارې سره وکولای شي د هېواد سوداګرو او پانګه والو ته غوره امنیتي چاپېریال رامنځته کړي.

د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د ایکو اتاق دوره یي مشر ښاغلي آذرخش "حافظي" د خصوصي سکتور د غړو امنیت ساتل د دولت له مکلفیتونو وبلل خو، موجوده امنیتي ننګونې یې د خصوصي سکتور لپاره د اندیښنې وړ یادې کړې او ټینکار یي وکړ چې دولت باید دغه وضعیت ته جدي پام وکړي.

د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغانستان د خونو د فدراسیون د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال ښاغلي خانجان "الکوزي" ، له خلکو او د خصوصي سکتور غړو سره د پولیسو سلیقه یي او غیرې مسلکي چلند په ځانګړي ډول ښارونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد په وخت او د لویو لارو مسیر کې په بېلابېلو نومونو د سوداګرو ځورولو یادونه وکړه او دغه برخه کې یې د پولیسو د جدي توجه غوښتنه وکړه.

د اتاق د عامل پلاوي رییس ښاغلي سید زمان "هاشمي" د یو نظام بقا او پایښت د هغه د اقتصادي قوت پورې تړلی وباله او د افغانستان د اقتصاد خوځنډه زړه یې د خصوصي سکتور اقتصادي فعالیتونه وښودل. نوموړي د خصوصي سکتور د غړو امنیت ساتل چې له سختو امنیتي ننګونو او ګواښونو سره په افتصادي فعالیتونو بوخت دي مهم یاد کړ او د اقتصادي فعالیتونو پر مخ بېولو په موخه یې د امنیتي ځواکونو او خصوصي سکتور ترمنځ همکاري او همغږي بنسټیزه اړتیا وګڼله.

ښاغلي "هاشمي" د خصوصي سکتور د اقتصادي فعالیتونو د امنیت ټینګښت لپاره وړاندیز وکړ چې د خصوصي سکتور او امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ یو مرکز جوړ شي.
د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب"حیدري" د سوداګرو او پانګه والو نقش چې په هېوادونو کې له ښه احترام برخمن دي یادونه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې افغانستان کې هم د خصوصي سکتور غړي او پانګه وال له ښه چلند څخه برخمن شي ترڅو، د هغوی د تجارت او پانګونې د تشویق لامل شي.

له ویناوو وروسته د عامه محافظت د ملي تصدۍ له لوري د خصوصي سکتور لپاره د هغې ادارې مسوولینو چمتو شوی پریزینټیشن تشریح شو او په تعقیب یې د خصوصي سکتور غړو خپل نظرونه او مشخص وړاندیزونه هم وړاندې کړل.‏