د افغانستان د سارک سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړو او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي معین غونډه ترسره شوه

د افغانستان د سارک اتاق محترم مدیره پلاوي غړو خیرالدین "مایل احمدي"، محمد ‏یونس "مهمند"، غلام نبي "عیدي زاده"، جلال الدین "سعید"، عبدالجبار "ساپي"، نظام ‏الدین "تاجزاده"، امیرجان "حیدري"، ظریف "بهارت" او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ اتاق د عامل پلاوې مشرې مېرمن منیژه "وافق" د یکشنبې ورځ د روان کال د وږې مېاشت په دوېمه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له اقتصادي مرستیال ښاغلي میروېس ناب او د دغه وزارت له یو شمېر رییسانو سره ولېدل او د سارک سازمان د ستونزو په تړاو یې بحث او خبرې وکړې.

دې ناسته کې،د افغانستان د سارک اتاق د مدیره پلاوي غړو د بهرنیو چارو وزارت له اقتصادي معین او د دې وزارت مسوولینو سره د سوېلي اسیا د سیمه یېزو اقتصادي همکاریو سازمان (سارک) د دایمي ناستې د نه ترسره کېدو له امله د دغه سازمان په رسمیت پېژندل شویو 24 بنسټونو د جواز نه تمدید، د افغانستان سوداګرو او پانګه والو ته د سارک د کثیرالمسافرت ویزې د سټیکر عدم صدور او همدا راز په افغانستان کې د سارک سازمان د صنعتي پارک جوړېدو وړاندیزونه شریک او د همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي "ناب" د افغانستان د سارک اتاق د مدیره پلاوي غړو له لوري د مطرح شویو ستونزو له اورېدو وروسته، ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همکارۍ به موجوده ستونزې حل کړي.

یکشنبه، د وږې دوېمه 1399