د رخت او پوښاک واردوونکو سوداګرو ټولنې د اتاق له مشرتابه سره د خپلو ستونزو په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي محترمو د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل احمدي، مالي رییس شیرین اغا سخي او د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغانستان د خونو فدراسیون د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال خان جان الکوزي د رخت او لباس د اتحادیې له مشر او د دغه سکتور له یو شمیر واردوونکو سوداګرو سره د اتاق د غونډو په تالار کې د هغوی په ستونزو بحث او خبرې وکړې.

دغه ناسته کې د رختونو او لباس واردوونکو سوداګرو چې څور ورځې وړاندې یې له ښاغلي الکوزي سره خپلې ستونزې مطرح کړې وې د اتاق مشرتابه سره ، د چین هېواد د ویزې نه ترلاسه کېدو،پاکستان کې د سوداګریزو توکو د توقف شویو موټرو څخه د مالیاتي جریمو اخیستنې، پاکستان کې د نورو ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو او همدا راز د چابهار بندر ننګونې او د پيسو انتقال ستونزو او همدا ډول د افغانستان ګمرکونو کې د دوی ستونزو دوام مطرح کړ او د حل برخه کې یې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي "مهمند" د سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی ستونزې له اړونده حکومتي بنسټونو سره شریکې او هڅې به وکړي چې د سوداګرو ستونزې حل کړي.

ښاغلي "مایل‌ احمدي" ګمرکونو کې شته ستونزې تائید کړې او سر بېره پر دې چې د ګمرکونو قوانینو سره یې د سوداګرۍ عیار کولو غوښتنه وکړه د اتاق له لوري یې له اړوند حکومتي ارګانونو سره د سوداګرو د شته ستونزو د حل کولو ډاډ هم ورکړ.

.ښاغلو خان جان "الکوزي"  او شیرین آغا "سخي" هم د مالیاتي تصفیې قسمت، د بانکي سټاټمنټ موضوع او سوداګرو د ستونزو حل په تړاو خبرې وکړې او د سوداګرو د مطرح شویو ستونزو د حل لپاره یي له اړونده حکومتي ادارو سره د اتاق او سوداګرو ترمنځ په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

شنبه، د وږي لومړۍ نېټه 1399‏