د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي شپږویشتمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي شپږویشتمه ناسته د اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق پانګه ایزو چارو مرستیال ښاغلي عصمت الله وردګ، د اتاق خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سیدو جاوید برهان، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد داود یوسفزي، محمد ګردیزي، سید پرویز سادات هوفیاني او بهادر خیرخواه، د اتاق څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل په ګډون د اتاق مدیره پلاوي دفتر، کابل شهرنو کې ترسره شوه.
 
په پیل کې، ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د شپږویشتمې ناستې د آجنډا شاملې موضوعګانې او د دریمې دورې پنځه ویشتمې ناستې د مصوباتو قرائت او لاسلیک د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل.
ورپسی د عامل پلاوي وړاندیزونه د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي لخوا مطرح او د مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل لخوا يې په اړه مفصل معلومات وړاندی کړی شول.
د اتاق اړوند موضوعګانو او د عامل او مدیره پلاوي وړاندیزونو په اړه د هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې ونیول شوې.
 
 
یکشنبه، چنګاښ ۱۰مه، ۱۴۰۳