د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د ایران سفارت له سوداګریز چاروال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د مرکزي اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د افغانستان لپاره د ایران سفارت سوداګریز چاروال ښاغلي حسین روستايي سره لیدنه ترسره او د خصوصي سکتور سره یې د دوی د همکاریو ستاینه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي روستايي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ایران هیواد د افغانستان یو زوړ دوست او ديني، کلتوري او همدارنګه ښې تجارتي - اقتصادي او ترانزیټي اړیکې لرونکی بولي او د دوی د کاري مودې په جریان کې له افغانستان د خصوصي سکتور سره د همکارۍ په ځانګړې توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت پراختیا، ګډو نندارتونونو د جوړولو او تجارتي ستونزو د حل په برخه کې د دوی د همکاریو ستاینه کوي او د افغانستان د ملي ګټو په ساتلو سره له سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو تجارتي - اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کوي.

د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان د صادراتي توکو په وړاندې د ایران هیواد لخوا د ترجیحي تعرفو پر وضع کولو ټینګار وکړ او د ښاغلي روستایي څخه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو بیلانس په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

محترم نصیر احمد عرب، خان محمد سرفراز باز، سید جاوید برهان او خانجان الکوزی، هم د افغان - ایران تاجران ترمنځ د تجارتي راکړې ورکړې د پراختیا په برخه کې د ایران سفارت له همکاریو او د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره د ویزې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو له کبله مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي او اقتصادي اړیکو د لا زیاتې پراختیا لپاره یې پر همکاریو ټینګار وکړ.

ښاغلي روستایي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ هیئت د ملاتړ او هڅونې په اړه د همکارۍ له کبله مننه وکړه او د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا او د نندارتونونو د جوړولو په برخه کې یې ټینګار وکړ.

 

دوشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۴۰۳