د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو خپلې ستونزې د مرکزي اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي په حضور کې د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد شفیق اچکزي او د یاد اتاق د مشرتابه پلاوي غړو سره د لیدنې په ترڅ کې، د سپین بولدک ولسوالۍ سوداګرو او اتاق ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

د سپین بولدک اتاق رئیس او غړو د سپین بولدک اتاق د جوړولو او ترمیم او دغه راز د یاد اتاق له لارې د صادراتو په اړه د مرکزي اتاق د مشرتابه پلاوي  پخوانۍ پرېکړې په اړه خبرې وکړې او د خپلو ستونزو حل برخه کې يې د اتاق عامل پلاوي رئیس د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي ضیاالدین اچکزي د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مسئولینو د ستونزو په تاییدولو سره د مرکزي اتاق د مشرتابه له لوري د دوی د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

ښاغلي هوتک د سپین بولدک اتاق د مشرتابه او غړو د ښه راغلاست په ترڅ کې د دوی ستونزې واوریدې او ژمنه یې وکړه چې د سپین بولدک اتاق ستونزې به د مرکزي اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي او د دوی د ستونزو د حل برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

دوشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۴۰۲