د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د درملیزو خدماتو اتحاديې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق ستر سلاکار ښاغلي سردار ولي پښتون هم حضور درلود، د درملیزو خدماتو اتحاديې له رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ او غړو سره لیدنه او د دوی د شته ګمرکي ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي کاکړ د اسیکوډا سیستم کې د درملو د لست شاملولو، د ننګرهار په ګمرک کې د ګمرکي اسنادو د طی مراحلو او په درملو د ګمرکي تعرفې کموالي برخه کې شته ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې او د حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند د درملیزو خدماتو اتحاديې رئیس او غړو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د روغتیا سکتور او د لوړ کیفیت لرونکو درملو وړاندی کول د هیواد د خلکو لپاره خورا مهم وبلل او د نړیوالو معیارونو سره سم د کیفیت لرونکو درملو  په واردولو یې ټینګار وکړ.

د اتاق لومړي مرستیال د هېواد د خصوصي سکتور یووالی د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ښه فرصت وباله او خپلو ګرانو هېوادوالو ته په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د معیاري او لوړ کیفیت خدمتونو د وړاندې کولو اهمیت یې څرګند کړ.
نوموړي د يادې اتحاديې له مسؤلينو وغوښتل، چې خپلې ستونزې په ليکلي بڼه اتاق ته وړاندې کړي، تر څو اتاق له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د دوى د ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یکشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۴۰۲