د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د افغانستان حقوقي او اقتصادي مطالعاتو مؤسسې له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي او د اتاق عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي د افغانستان د حقوقي او اقتصادي مطالعاتو مؤسسې له رئیس ښاغلي حنیف فرزان سره لیدنه ترسره او د ګډو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي فرزان په تېرو کلونو کې د ژباړې او علمي څېړنو په برخه کې د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې د فعالیتونو او له اړوندو بنسټونو سره د یادو موادو د شریکولو، خپرولو او تولیدي فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د راتلونکو پروګرامونو په اړه یې چې "د کارموندنې کمپ" دی او د هېواد اقتصادي ودې او ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو او په ۲۵ ولایتونو کې د تطبیق کیدونکو طرحو یادونه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، موږ هوډ لرو چې د هېواد د خصوصي سکتور د رښتیني استازي په توګه له اتاق سره د همکارۍ په رڼا کې او د وړاندې شویو پلانونو او د متخصصینو او متشبثینو له نظریاتو څخه په استفادې سره د کارموندنې او اقتصادي ودې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړو.
د يادې مؤسسې مسؤلينو د لا ښې او لا زياتې همکارۍ په موخه د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ د هوکړه ليک د لاسليک غوښتنه وکړه.

ښاغلي هوتک ښاغلي فرزان او د هغه ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې په ملي او نړیواله کچه د اتاق د فعالیتونو، په بېلابېلو سیمه ییزو سازمانونو کې د غړیتوب، له نړیوالو مؤسسو سره د همکارۍ او د بېلابېلو سوداګریزو سروې ګانو د پیل په اړه معلومات وړاندې کړل او د علمي او څیړنیزو بنسټونو سره د شته اسانتیاوو په نظر کې نیولو سره د همکارۍ ډاډ او ژمنه وکړه.

دغه راز په دې ناسته کې، د اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو له مؤسسې سره د اتاق د دوامدارې همکارۍ او د یادې مؤسسې د داورانو په غونډو کې د اتاق د استازي په توګه د نوموړي د ګډون یادونه وکړه.
همدارنګه، ښاغلي کوهي د ګډو علمي او څیړنیزو ناستو ترسره کول د اقتصادي ودې او کارموندنې برخه کې اړینې وبللې.

دوشنبه، سلواغې ۲۳مه، ۱۴۰۲