د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د کانکریټ تولیدونکو شرکتونو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د ښاغلي بهايي جان او ورسره مل پلاوي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د کانکریټ تولید شرکتونو لپاره د یوې اتحاديې رامنځته کولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي بهايي د کانکریټ د تولید شرکتونو اتحادیې په رامنځته کولو ټینګار وکړ څو وکولئ شو د سیمې او نړۍ ودانیزو معیارونو سره سم ودانیزې چارې ترسره کړو او د اتاق له مشرتابه څخه يې د یادې اتحاديې په رامنځته کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي بهايي او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د ودانیو او لویو لارو په جوړولو کې د کانکریټ تولید رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د هېواد له قانون سره سم د یوې اتحادیې د جوړېدو هرکلی وکړ.

نوموړي د کانکریټ د تولید شرکتونو له استازو وغوښتل چې د اتاق تر څارنې لاندې د اتحادیې په جوړولو کې اقدام وکړي او خپل استازي په لیکلې بڼه اتاق ته وروپېژني.
ښاغلي مهمند په دې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

یکشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۴۰۲