د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د پروان ولایت مقام له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګريزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې د پروان ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نظیر آغا نوري، د علماوو شورا محترمو غړو او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د پروان ولایت مقام له مرستیال سره لیدنه ترسره، او د کرنیزو تولیداتو ډیروالي، سوداګرۍ پراختیا، ستونزو له منځه وړلو او په پروان ولایت کې د پانګونې جلبولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د کرنیزو تولیداتو د کچې د لوړولو لپاره د مناسبو حل لارو پر موندلو ټینګار وکړ او د کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو لپاره یې د معیاري سړو خونو جوړول د هېواد د کروندګرو او کرنې د ملاتړ لپاره اړینې وبللې.
نوموړي په راتلونکي کال کې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې د سوداګرو د هڅونې په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مایل د هېواد اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب وباله او په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د سوداګرو او پانګوالو د چمتووالي ډاډ ورکړ.

ښاغلي نظیر نوري د پروان د سوداګرۍ اتاق د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت د سوداګرو د ستونزو په له منځه وړلو کې یې د ولایت مقام له مرستیال څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پروان ولایت مقام مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او د سوداګرو د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د اتاق له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د هېواد سوداګر وهڅوي چې د یاد ولایت صنعتي پارکونو برښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي څو کورني تولیدات زیات او په ځان بسیاینې په لور ګام پورته کړو.

پنجشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۴۰۲