په پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیانو ولایت کې د پانګونې فرصتونو او ننګونو کنفرانس په چاریکار ښار کې جوړ شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د پروان ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نظیر آغا نوري، د کاپیسا، پنجشیر او بامیانو ولایتي اتاقونو مشرتابه پلاوو غړو، سوداګرو او پانګوالو "په پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیانو ولایت کې د پانګونې فرصتونو او ننګونو کنفرانس" کې ګډون وکړ.

ښاغلي هوتک د کنفرانس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو او د پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیانو ولایتونو د جغرافیايي، کرنیز، صنعتي، طبیعي زیرمو او ګرځندوی ارزښت ته د اشارې کولو ترڅنګ، د یادو ولایتي اتاقونو له مشرتابه، سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې د خصوصي سکتور شته ستونزې او فرصتونه وپیژني او هڅه وکړي چې د مرکزي اتاق او اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ شته ستونزو ته د حل لارې او له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د سوداګرۍ پراختیا، کورنیو تولیداتو ودې، له طبیعي زیرمو څخه ګټه اخیستنې، سیاحت او توریزم برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
نوموړي په یادو برخو کې د مرکزي اتاق د عامل پلاوي د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د پروان، کاپيسا، پنجشېر او باميانو د ولايتي اتاقونو مشرتابه د صنعتي پارکونو نشتوالى، وړو او منځنيو پورونو ته نه لاسرسى، د تازه مېوو او سبزيجاتو لپاره د سړو خونو نشتوالى، د کافي برېښنا نشتوالى او نور د خپلو عمده ستونزو په توګه يادې کړې او په یادو ولایتونو د کرنې، صنعت، کانونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی خدمتونو په برخو کې د بې شمېره فرصتونو په رامنځته کولو د ټینګار ترڅنګ، يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د شته ستونزو حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د پروان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د دغه کنفرانس په جوړولو کې د دوی له هڅو مننه وکړه او د سوداګریزو، مالیاتي، ټرانزیټي، ټرانسپورټي اوګمرکي ستونزو د حل او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یې د اتاق د پرله پسې هڅو یادونه وکړه او د هېواد د کرنې په سکتور کې د بې شمېره فرصتونو په ځانګړې توګه د کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو د ودې او په دغو ولایتونو کې د پانګوالو او سوداګرو په همکارۍ د لویو او معیاري سړو خونو په جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیان ولایتي اتاقونو د مشرتابه پلاوي له غړو وغوښتل چې د خپلو منظمو ناستو په ترڅ کې په یادو ولایتونو د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې شته فرصتونه او ننګونې وپیژني او پایلې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره شریکې کړي څو اتاق وکولئ شي د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ ستونزو ته د حلا لارې او له فرصتونو څخه د ګټې اخیستلو زمینه برابره کړي.

د اتاق لومړي مرستیال د کاپیسا، پنجشیر او بامیان ولایتونو ستونزې او فرصتونه هم په ګوته کړل او د دغو ولایتونو د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې یې د مرکزي اتاق د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي خیرالدین مایل د پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیان ولایتونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د کرنیزو تولیداتو، بڼوالۍ، صنعت، کانونو او ګرځندوی په وده کې یې د دغو ولایتونو رول مهم وباله. نوموړي د يادو ولايتونو له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې له شته اسانتياوو څخه په استفادې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي مایل د سوداګرۍ د پراختیا، کرنې او د هېواد په نورو تولیدي برخو کې د هېواد د ځوانو کدرونو پر کارونې ټینګار وکړ او د ستونزو په حل او هم د سوداګرۍ د ودې، او د ولایتي اتاقونو د وړتیا لوړونې برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۴۰۲