د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د افغانستان لپاره د بریتانيې شارژادافیر سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو او عامه اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو په حضور کې د افغانستان لپاره د بریتانيې سفارت شارژدافیر سره آنلاین ناسته ترسره او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ځانګړې توګه د افغان خصوصي سکتور شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د اتاق عمومي رئیس د بانکي او مالي سکتور ننګونې، افغان سوداګرو ته د یو شمېر هېوادونو له خوا د ویزو نه ورکول، د مالي ملاتړ د اسانتیاوو نشتوالی او د خصوصي سکتور د سوداګریزو او اقتصادي پلانونو په برخه کې د تمویل کوونکو نه لېوالتیا، هغه پروژې چې پخوا د نړیوالې ټولنې او بانکونو لخوا تمویل کېدې او اوس بندې شوې دي ټولې هغه ننګونې دي چې  خصوصي سکتور يې کمزوری کړی او د کاري فرصتونه يې له منځه وړي دي.

نوموړي زیاته کړه "موږ په یادو برخو کې د حل لارې موندلو په موخه له دولتي چارواکو سره ډېرې ناستې کړي او خپلو هڅو ته دوام ورکوو. خو نړیواله ټولنه هم باید د خصوصي سکتور ملاتړ ته پاملرنه وکړي."

ښاغلي احمدیار د خپلو خبرو په جریان کې دا هم وویل چې افغان صادرات د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي چې هر کال شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي چې یاده چاره  د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په برخه کې یو له مثبتو ټکو څخه ده.

د اتاق عمومي رئيس له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزيټ د ستونزو په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې، د کراچۍ په بندر کې د پاکستان لوري د افغان سوداګرو د بيمې کچه لوړه کړې او د افغانستان پر ٢١٢ وارداتي توکو یې بنديز لګولى او سلګونه کانټينرونه يې درولي دي چې یاده چاره د افغان خصوصي سکتور فعالینو ته ستر ګوزار دی او د دوی پانګه په ټپه ولاړه ده.  

ورپسې ښاغلي میرویس هوتک له نړیوالې ټولنې سره په ځانګړې توګه د یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو اقتصادي سازمانونو سره د افغان خصوصي سکتور د اړیکو د تتوالي په اړه اندیښته څرګنده او زیاته يې کړه چې د یادو اړیکو بیا ځلي غښتلتیا موږ ته دا توان راپه برخه کوي چې د نړۍ سره خپلو اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو ته په نورمال ډول دوام ورکړو.  

ښاغلي جیمي هارچر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د خبرو له اورېدو وروسته د دې اتاق له عمومي او عامل رئیسانو څخه مننه وکړه چې د خصوصي سکتور نظریات او پلانونه یې ورسره شریک کړل او دغه ناسته يې ډېره ښه وبلله او ويې ويل، ما څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي، خو په دې ناسته کې نوي او مهم مسايل راپورته شول چې په اړه يې بايد لا زيات اقدامات او هڅې وشي.

نوموړي د اتاق له لارې د ښځو د کار د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او د ښځو په ځانګړي نندارتون کې د ښځو د شتون په اړه یې د اتاق له عمومي رئیس څخه وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د حضور په اړه د اتاق د عمومي رئیس له لوري لازم تدابیر ونیول شي. ښاغلي احمدیار هم په بیلا بیلو برخو کې د ښځو د حضور او رغنده رول لوبولو برخه کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.  

په پای کې، ښاغلي جیمي هارچر له عمومي رئیس او د خصوصي سکتور له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دوحې په غونډه کې چې د افغانستان په اړه به ډېر ژر جوړه شي، د هېواد د خصوصي سکتور استازیتوب وکړي او په افغانستان کې د خصوصي سکتور له غړو سره د نوموړي ناستې زمینه برابره کړي چې د اتاق عمومي رئیس هم په دی برخه کې ډاډ ورکړ.

دوشنبه، سلواغې ۱۶مه، ۱۴۰۲