افغان خصوصي سکتور مشرتابه د کابل ښاروالۍ سره ۸۰۰۰ اته زره لیتره نفتي موادو مرسته کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو د ملاتړ  په موخه د کابل ښاروالۍ ښاري خدماتو معینیت سره د ۸ زره لیتره نفتي موادو مرسته وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي يې ملتیا کوله  د کابل ښاروالۍ ښاري خدمتونو معین ښاغلي مولوي خالد سجستاني سره لیدنه ترسره او د هېواد سوداګرو لخوا د کابل ښاروالۍ سره د نفتي موادو مرستې په اړه يې معلومات وړاندی کړل.
نوموړي زیاته کړه چې د هېواد د نفتي موادو مطرح سوداګرو د کابل ښاروالۍ د کړنو او فعالیتونو ستایلو په موخه یو مقدار نفتي مواد د کابل ښاروالۍ ته هدیه کړل چې یاد شرکتونه عبارت دي له: یما پټرولیم ۲۰۰۰ لیتره، احمد یار ګروپ ۱۰۰۰ لیتره، سلیمان خیل ۱۰۰۰ لیتره، عزت الله ۱۰۰۰ لیتره، مایل آغا ۱۰۰۰ لیتره، مومن ضیايي ۱۰۰۰ لیتره او آرمان پټرولیم هم ۱۰۰۰ لیتره د نفتي موادو مرسته وکړه.

ښاغلي مهمند د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د هڅو او په ځانګړې توګه د تېرې ورځې د واورې ورېدو له امله د احتمالي رامنځته کیدونکو پېښو د مخنیوي او د عام المنفعة پروژو د پلي کېدو په برخه کې د دې ادارې د وقایوي تدابیرو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې سوداګر او د هېواد پانګوال به وهڅوي چې د ښاري پروژو د تطبیق په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د ښاري خدماتو معین د کابل ښاروالۍ د پراختیايي پروګرامونو د تشریح په ترڅ کې د هېواد د خصوصي سکتور د مشرتابه له ملاتړ او مرستو څخه مننه وکړه او دا یې د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو د لا هڅونې په برخه کې یو مثبت ګام وباله.

یکشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۴۰۲