د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د تازه میوې او سبزیجاتو له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د کرنې اتاق رئیس ښاغلي خان محمد فروتن، د کرنې اتاق مرستیال ښاغلي میرویس حاجي زاده او د تازه میوې او سبزیجاتو له یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې کړې.

ښاغلي میرویس حاجي زاده د میوو او سبزیجاتو د لیږد په برخه کې شته ستونزې د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند د کرنې سکتور د ستونزو د تایئدولو او د هغوی د حل په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو د بیانولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د سبزیجاتو د لیږد ستونزه به د ټرانسپورټ وزارت له مشرتابه سره شریکه کړي.

ښاغلي مهمند په هېواد کې د هر ډول مېوو او سبزیجاتو پر ژر تر ژره لېږد ټینګار وکړ او د دغه سکتور له سوداګرو یې وغوښتل چې د سوداګرۍ او صادارتو د زیاتوالي لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي خان جان الکوزي د هېواد د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري څو اتاق يې د حل برخه کې وکولی شي کوټلي ګامونه پورته کړي.

یکشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۴۰۲