د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ولایتي اتاقونو مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي د ولایتي اتاقونو مشرتابه پلاوو غړو او مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره او د اړوندو ولایتونو سوداګرو او پانګوالو ستونزې يې په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د پنبې تولید او صادراتو برخه کې واوریدې.
 
د ولایتي اتاقونو مشرتابه د پنبې د تولید، پروسس او صادراتو په برخه کې د هغو ولایتونو د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو په اړه چې عبارت دي له: نورو هېوادونو ته د پنبې د لېږدولو لپاره د ټرانسپورټي وسایطو لوړ لګښت، د موټرونو د نوبت موضوع، د پنبې اجباري فومیګیشن، یوازې په کانټینر ډوله موټرونو کې د پنبې د بارولو لازمي ګرځول، د هېواد په بندرونو په ځانګړې توګه تورخم کې د پنبې لیږد ته لومړیتوب نه ورکول، د پاکستاني سوداګرو له خوا یوازې په کلدارو د پنبې پیرودل او یو شمېر نورو مسایل يې د خپلو عمده ستونزو په توګه یاد کړل او د اتاق له مشرتابه څخه د یادو ستونزو حل برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند د بېلابېلو ولایتونو د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د اورېدو پر مهال ژمنه وکړه چې د ټرانسپورټي خدمتونو د معیاري کولو او د پنبې د صادراتو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به د ټرانسپورټ وزارت له مشرتابه سره موضوع شریکه کړي.   
نوموړي د پنبې په سکتور کې د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو او په نږدې راتلونکي کې د دې سکتور د ستونزو او ننګونو د پېژندلو په موخه د پنبې کنفرانس پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي د پنبې کښت او پروسس د هېواد یو له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه وباله او پنبې تولیدونکو او سوداګرو د سرتاسري اتحادیې رامنځته کول یې د معلوماتو د تبادلې او د هغوی د ستونزو د هواري لپاره اړینه وبلله.  
نوموړي د ټرانسپورټي ستونزو پر حل د ټينګار تر څنګ د دې سکتور له سوداګرو وغوښتل، چې له اتاق سره په همغږۍ کار وکړي او د پنبې د خرڅلاو لپاره لا زياته بازار موندنه وکړي.

ښاغلي هوتک د کورنیو تولیداتو د ودې او په بېلابېلو برخو کې د اوږدمهاله پلانونو په جوړولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ډاډ ورکړ او د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو څخه يې وغښتل چې خپلې ستونزې په عین واحد کې د مرکزي اتاق سره شریکې څو د حل برخه کې یې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

سه شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۴۰۲