د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د چابهار بندر مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د اتاق د ټرانسپورټ کمېټې مرستیال ښاغلي لطف الله امیني، د اتاق عامل پلاوي صادراتو پراختیا ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي میرزمان پوپل د چابهار بندر د کښتیو چلونې مرستیال ښاغلي حسن شهدادي سره آنلاین ناسته ترسره او په چابهار بندر کې شته فرصتونو او ننګونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مومند د چابهار بندر د خلیج له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د نښلولو تر ټولو نږدې بندر یاد کړ او چابهار یې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره یو مهم او ستراتیژیک بندر وباله.
نوموړي په چابهار بندر کې د کافي اسانتیاوو نشتوالی، د ټرانسپورټ لوړ لګښت او د پیسو د لېږد رالېږد په برخه کې ستونزې د دغه بندر له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د زیاتوالي پر وړاندې له عمده ننګونو څخه وبللې او د دغه بندر له مسؤلینو یې وغوښتل چې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

ښاغلي حسن شهدادي د چابهار بندر او د هغه د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د زیربناوو، لینونو او لارو، د معیاري سکینرونو د نصبولو او د کښتیو د ظرفیت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او په دغه بندر کې يې د افغان سوداګرو د پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یاد بندر د مشرتابه د چمتووالي ډاډ ورکړ.  

ښاغلي الکوزي د چابهار بندر د افغانستان د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه ګڼلی او د دغه بندر د ستونزو او فرصتونو د څېړلو او پېژندلو لپاره یې د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو ټینګار وکړ.  
نوموړي له دغه بندر څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د افغان سوداګرو د لېوالتیا یادونه وکړه او د دې بندر په اړه یې د تخنیکي معلوماتو د زیاتوالي په موخه د دواړو لورو ترمنځ د لا زیاتو غونډو ترسره کول اړین وګڼل.

دوشنبه، سلواغې ۹مه، ۱۴۰۲