د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د هېواد له یو شمیر قراردادیانو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد له یو شمیر حکومتي پروژو قراردادیانو او سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی ستونزې واوریدې.

د حکومتي پروژو قراردادیانو د حکومت د وروستي فرمان په تړاو چې د تیرو پروژو تړونونو پر لغو ولاړ دی، خپلې اندیښنې د اتاق له لومړي مرستیال سره شریکې او زیاته يې کړه چې یاد فرمان د هېواد څخه د پانګې او پانګوالو د تیښتې او د حکومتي پروژو تطبیق برخه کې د سوداګرو او پانګوالو د زړه ماتوالي سبب ګرځي.

ښاغلي مهمند د حکومتي پروژو قراردادیانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد پانګوالو څخه د سوداګرۍ اتاق د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د تړونونو د لغو موضوع به د اړوندو حکومتي ادارو سره شریکه او د حل برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

دوشنبه، سلواغې ۹مه، ۱۴۰۲