د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د هرات تازه میوې واردونکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د هرات ولایت تازه میوې واردونکو سره لیدنه ترسره او د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

واردونکي د ګمرکونو معینیت له خوا له ګاونډیو هېوادونو څخه پر مڼو د ګمرکي محصول لوړېدل د بازارونو د بندېدو او په هېواد او په ځانګړي ډول په هرات ولایت کې د مڼو د بیو د لوړېدو لامل بولي او د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه یې غوښتنه وکړه چې، د مڼو د ګمرکي تعرفو په کمولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د میوو واردونکو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د هیواد د کرنې بډاینه د کورنیو تولیداتو په ملاتړ پورې تړلې وبلله او پر هغې سوداګرۍ چې ملي اقتصادي ګتې پکې په نظر کې نیول شوي وي ټینګار وکړ.
نوموړي د دوی د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۴۰۲