د تازه میوو واردونکو او صادرونکو خپلې ستونزې د اتاق مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د تازه میوو واردونکو ا صادرونکو سره لیدنه ترسره او په تازه مڼو د لوړې ګمرکي تعرفې په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د ګاونډیو هېوادونو په مڼو د ګمرکي تعرفې زیاتوالی د بزګرانو د ملاتړ او پیاوړتیا او د هېواد د کرنې د ودې لپاره یو ښه فرصت وباله او د هېواد د تازه مېوې له صادرونکو څخه یې وغوښتل، چې خپلې مڼې په بازار کې د قانون له مخې د بازار د نرخ مطابق وپلوري څو د مڼو د بیې د لوړوالي او له بهرنیو هېوادونو څخه د مڼو د واردولو مخه ونیول شي.

ښاغلي الکوزي د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له صادرونکو او واردونکو څخه یې وغوښتل چې په سوداګرۍ کې توازن په پام کې ونیسي ترڅو دواړه لوري زیانمن نه شي. نوموړي همدا راز د سوداګرۍ اتاق عامل پلاوي ته دنده وسپارله، چې په هېواد کې د مڼو د زېرمو اندازه وڅېړي او په راتلونکې غونډه کې به د هېواد د مڼو شته زېرمو او د بازار اړتیاوو ته په کتو سره به د وارداتي مڼو د تعرفې په اړه تصمیم ونیول شي.

په پای کې، صادرونکو او واردونکو د بهرنيو مڼو د ګمرکي محصولاتو د زياتوالي په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه د اتاق له مشرتابه سره شريک کړل او په دې برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

یکشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۴۰۲