د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد له یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د هېواد د مختلفو سکتورونو له سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی ستونزې يې واوریدې.

سوداګرو د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان له لوري د ویزو عدم صدور، په میوند بانک کې د سوداګرو د پیسو بندیدل او د ټرانسپورټ برخه کې د نوبت نه شتون خپلې عمده ستونزې وبللې او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د دوی د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي مهمند د دوی د ستونزو تائیدولو او د حل برخه کې يې د اتاق د هلو ځلو یادولو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د میوند بانک څخه به د دوی د پیسو آزادولو او د پاکستان د ویزو د صدور برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ ونه سپموي.

یکشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۴۰۲