د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کرنیزې ماشینرۍ واردونکو سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي د کرنیزې ماشینرۍ واردونکو سره لیدنه ترسره او د دوی ستونزې يې واوریدې.
 
د کرنیزې ماشینرۍ واردونکو په کرنیزو وسایلو په ځانګړي ډول پر وارداتي ټراکټورونو او تریشرونو د لوړې ګمرکي تعرفې ستونزه د اتاق مشرتابه سره شریکه او د ګمرکاتو له معینیت څخه يې غوښتنه وکړه چې د دوی تعرفې دی د پیرود انوایس پربنسټ جوړې کړي.

ښاغلي مهمند د کرنیزې ماشینرۍ د سوداګرو د ستونزو د اوریدو او په هېواد کې د کرنې پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې له هغوی څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وړاندې کړي تر څو د ماليې وزارت د ګمرکونو معینیت سره په همغږۍ ورته د حل لارې چارې ولټوي.  

ښاغلي خان جان الکوزي په تیرو وختونو کې د کرنیزې ماشینرۍ د ګمرکي تعرفې د ټاکلو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د پیرود انوایسونو د نرخ مطابق د تعرفې په ټاکلو یې ټینګار وکړ.

شنبه، سلواغې ۸مه، ۱۴۰۲