د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د مکې مکرمې "حلال نندارتون" پرانیست غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار ، په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو جان آقا صادقي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي سوداګریزو شخړو حل مرکز رئیس ښاغلي توکل خرم او د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي يې ملتیا کوله د مکې مکرمې "حلال نندارتون" پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

دغه نندارتون تېره شپه د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر ښاغلي ډاکټر مجید بن عبدالله القصبي، د اسلامي هېوادونو د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله صالح کامل او د اسلامي هېوادونو د ډیر شمیر  استازو په ګډون پرانیستل شو.

د دغه کنفرانس ويناوالو د حلال محصولاتو د سوداګرۍ د پراختيا لپاره د اسلامي هېوادونو پر هڅو ټينګار وکړ، چې له بېلا بېلو هېوادونو سره يې سوداګري په زياتېدو ده او په دې برخه کې يې د لا زياتې پانګونې غوښتنه وکړه. دوی په دې برخه کې د شته ډېرو فرصتونو یادونه وکړه او د ظرفیتونو د لوړولو، پروسس او د حلالو تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی او همکاري مهمه وګڼله.

د یاد نندارتون له پرانیستلو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او ملګري ټیم یې د حلال محصولاتو له غرفې څخه لیدنه وکړه. په دغه نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو په ګډون: مالیزیا، ترکیې، اندونیزیا، تایلنډ، برازیل او یو شمېر  اسلامي هېوادونو خپل حلال محصولات نندارې ته وړاندې کړل.

پنجشنبه، سلواغې ۵مه، ۱۴۰۲