د افغانستان او قرغیزستان خصوصي سکتورونو سوداګریز پیوستون ناسته د اتاق په نوښت ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد شکیب احمدیار، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د قرغیزستان هېواد سوداګرو او پانګوالو د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د پانګونې شته فرصتونو پیژندلو په موخه د سوداګریز پیوستون ناسته ترسره کړه.

ښاغلي مهمند د قرغیزستان سوداګریز پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دغه هېواد یې د یو دوست، ورور او ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو درلودونکی یاد کړ.

ښاغلي مهمند د سوداګریزو اړیکو پر ښه والي، ټرانزیټ او د ګډو پانګونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او له قرغزستاني سوداګرو یې وغوښتل چې د شته فرصتونو له مخې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ښاغلي مایل احمدي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ارزښتناکه وګڼله او د دغه هېواد د خصوصي سکتور له غړو یې وغوښتل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د توازن په زیاتولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

ښاغلي خان جان الکوزي د افغانستان د بېلابېلو سکتورونو د معرفي کولو په ترڅ کې له قرغیزستاني سوداګرو وغوښتل چې د پانګونې او سوداګرۍ د فرصتونو په پېژندلو کې له یو بل سره لا زیاتې ناستې ولري.

ښاغلي هوتک د اتاق د فعالیتونو په ځانګړي ډول د امام ابوحنیفه (رح) د ملي او نړیوالو نندارتونونو په ګډون د ملي او نړیوالو نندارتونونو د تنظیم په اړه معلومات ورکړل او د قرغیزستان سوداګر یې وهڅول چې په دریم نندارتون کې ګډون وکړي.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو پر جوړېدو ټينګار وکړ او د توليداتو د معرفي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره يې مهم وبلل.

په دې لیدنه کې، د دواړو لورو سوداګرو او پانګوالو د دواړو لورو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه متمرکزې او اړوندې خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکې کې به هم ګډې ناستې ترسره کړي.

پنجشنبه، سلواغې ۵مه، ۱۴۰۲