د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د ننګرهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل مراد عرب د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي مارکس پوتزل سره لیدنه ترسره او د پاکستان سره د افغان خصوصي سکتور سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
په دغه کتنه کې چې د یوناما په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د اتاق مشرتابه پلاوي غړو له پاکستان سره د افغانستان د خصوصي سکتور د سوداګریزو او ترانزیتي ستونزو په اړه چې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د کانټینرونو د بندیدو لامل شوې، خبرې وکړې.
دغه راز دوی زیاته کړه چې، د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته په سوداګريزو توکو بار وسایط بند پاتی دي چې له امله افغان سوداګرو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.

همدا راز د اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد خصوصي سکتور د ټولنې په خدمت کې د یو بې پرې بنسټ په توګه یاد کړ چې تل یې هڅه کړې ده چې په ډېرو سختو شرایطو کې د هېواد د خلکو خوراکي او نورې اړتیاوې پوره کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو سوداګریزو اړیکو په لرلو يې ټینګار وکړ. د دوی په وینا له بده مرغه د پاکستان حکومت په پرله پسې ډول د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په لاره کې د (اپټا) تړون او ښه ګاونډیتوب پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي. د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال څخه وغوښتل چې په هېواد کې د خصوصي سکتور د ستونزو د هواري په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

ښاغلي مارکس پوتزل د اتاق د مشرتابه پلاوي او د هېواد د سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکتور ستونزې يې نوټ کړې او خپلو اړوندو مشرانو ته به يې ورسوي څو د حل برخه کي يې کوټلي ګامونه پورته کړی شو.   
نوموړي د اتاق له مشرتابه سره په راتلونکو ناستو کې د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او د هغوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، سلواغې ۵مه، ۱۴۰۲