د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د افغانستان اسلامي امارت سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست، سوداګرو او پانګوالو په کابل سرینا هوټل کې د قرغیزستان سوداګرۍ او اقتصاد وزیر ښاغلي امان ګلدیف دانیار سره لیدنه او د دواړو هېوادنو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست قرغزستان د ګډو ارزښتونو له پلوه د دوست هېواد په توګه یاد کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ د توازن پر زیاتوالي او د ټرانزیټ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه د قرغیزستان د سوداګرو او پانګوالو له پلاوي وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د وضعیت د ښه والي په موخه په راتلونکو نندارتونونو کې چې په افغانستان کې جوړیږي، فعاله ونډه واخلي.

ښاغلي مایل احمدي د قرغیزستان هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد وزیر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او د ګډې پانګونې د رامنځته کولو په برخه کې یې د افغانستان د خصوصي سکتور د چمتووالي ډاډ ورکولو ترڅنګ، د سوداګریز پیوستون ناستو په ترسره کولو يې ټینګار وکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ د فرصتونو د بیانولو په ترڅ کې د افغانستان او قرغیزستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت او دغه راز د دوه اړخیزو همکاریو د تفاهم لیک پر لاسلیکولو ټینګار وکړ.

پنجشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۴۰۲