د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د مالیزیا پیراک ایالت له رئیس الوزراء سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار مکه مکرمه کې د حلال کنفرانس په څنډه کې، په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو جان آقا صادقي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي سوداګریزو شخړو حل مرکز رئیس ښاغلي توکل خرم او د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي يې ملتیا کوله د مالیزیا پیراک ایالت رئیس الوزراء ښاغلي داتو سري شعراني بن محمد سره لیدنه ترسره او د سوداګرۍ پراختیا او ګډو پانګونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او په هېواد کې د شته سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې افغانستان له مالیزیا سره ښې سوداګریزې اړیکې لري او هر کال له دغه هېواد څخه په زیاته اندازه تېل او ټایرونه واردوي؛ مګر په افغانستان کې د مالیزیا سفارت د عملي فعالیتونو د نشتوالي له امله افغان سوداګر د ویزو په ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او که چیرې دغه هیواد همکاري وکړي او د ویزو د ورکړې اسانتیاوې رامنځته کړي، د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګرۍ کچه به د پام وړ لوړه شي.

ښاغلي بن محمد له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د مالیزیا لېوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې ستونزې به تعقیب او په دې برخه کې به هر ډول لازمه همکاري وکړي.

چهارشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۴۰۲