د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د آذربایجان او دي جي بوتي اتاقونو له رئیسانو او د مالیزیا حلال ادارې له عامل رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار مکې مکرمې ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو جان آقا صادقي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي سوداګریزو شخړو حل مرکز رئیس ښاغلي توکل خرم او د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي يې ملتیا کوله د مکې ښار نړیوال نندارتون څخه لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي احمدیار همدارنګه، د آذربایجان اتاق له رئیسې آغلې نتاو ممادو، د مالیزیا حلال ادارې عامل رئیس ښاغلي هیرول اریفین ساحري او دي جي بوتي اتاق رئیس ښاغلي یوسف موسی سره جلا لیدنو په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا، پانګونو جلب او سوداګریزو پلاوو تبادلې په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدیار د آذربایجان د سوداګرۍ اتاق له رئیسې سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې پر شته فرصتونو او د سوداګریزو پلاويو د تبادلې په اړه خبرې وکړې او اذربایجان یې د افغاني محصولاتو لکه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او غالیو لپاره  د ښه بازار په توګه یاد کړ.

آغلې نتاو ممادو د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د ښو سوداګریزو فرصتونو په ځانګړې توګه د صادراتو او وارداتو په اړه خبرې وکړې او د دغه هېواد بازارونه یې د حلالو محصولاتو د واردولو لپاره مناسب وګڼل. نوموړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو پلاويو د تبادلې هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

سربیره پردی، ښاغلي احمدیار د حلال ادارې له عامل رئیس سره د کتنې په ترڅ کې، په هېواد کې د افغاني محصولاتو لپاره د حلال سرټیفیکیټ عدم صدور په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي ساحري څخه وغوښتل چې په هېواد کې د محصولاتو لپاره د حلال سرټیفیکیټ صادرولو، د ظرفیت لوړونې او په معیار برابرولو برخه کې یې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي ساحري د نړۍ په بېلابېلو بازارونو کې د حلال محصولاتو د زیاتېدونکي لېوالتیا په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال په افغانستان کې د حلال محصولاتو د تولید لپاره د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د افغانستان سوداګریز پلاوي ته بلنه ورکړه چې اندونیزیا ته سفر وکړي څو د همکارۍ په جزیاتو سره د نظر تبادله وکړي.

همدا راز، ښاغلي احمدیار له ښاغلي یوسف موسی سره په کتنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او په هېواد کې د شته سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او ګډو همکاریو زیاتوالي په زیاتوالي ټینګار وکړ.

چهارشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۴۰۲