د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د وچې او تازه میوې له صادرونکو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د وچې او تازه میوې صادرونکو سره په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د بار وړونکو موټرونو د کرایې لوړوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

صادرونکو د ټرانسپورټ وزارت له خوا له یوې اونۍ راهیسې د بار وړونکو موټرونو د کرایو لوړوالی ستونزه یاده کړه او د حل په موخه يې خپل استازي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته معرفي کړل.

ښاغلي مهمند د وچې او تازه میوې صادرونکو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، د هغوی څخه وغوښتل چې خپل ستونزې د رسمي غوښتنلیک له لارې چې د دوی جوازونه او لازم اسناد ورسره ضم وي د اتاق اړوند ډیپارټمنټ ته وسپاري څو اتاق يې د حل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دوشنبه، سلواغې ۲مه، ۱۴۰۲