د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د دولتي شرکتونو غښتلتیا او انسجام خپلواکې ادارې پرانستې مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د ماليې وزارت سرپرست، د افغانستان بانک سرپرست، د اقتصاد وزارت مرستیال، د دولتي شرکتونو غښتلتیا او انسجام ادارې مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت رئیس، د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د تازه میوې اتحاديې رئیس ښاغلي اختر محمد او د هېواد پیژندل شویو سوداګرو او پانګوالو د دولتي شرکتونو غښتلتیا او انسجام خپلواکې ادارې پرانستې مراسمو کې ګډون وکړ.

ښاغلي مهمند د دولتي شرکتونو غښتلتیا او انسجام خپلواکې ادارې له جوړېدو څخه د مننې او ملاتړ په ترڅ کې په دغو شرکتونو کې د خلکو، دولت او د هېواد د خصوصي سکتور پر ګډې پانګونې باندې ټینګار وکړ.
نوموړي د افغانستان له ټولو دولتي ادارو او خلکو وغوښتل، چې د هېواد له کرنيزو محصولاتو په ځانګړې توګه له تازه مېوې څخه ګټه پورته کړي څو د بزګرانو او سوداګرو د هڅونې او ملاتړ سبب شي.  

احمد جان بلال خلکو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول، د باکیفیته محصولاتو او خدماتو وړاندې کول، د ملي بودیجې تمویل، د سالمې سیالۍ رامنځته کول، د احتکار مخنیوی او د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره د زمینې برابرول د دولتي شرکتونو غښتلتیا او انسجام خپلواکې ادارې موخې وبللې او په دی برخه کې يې د خصوصي سکتور هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزارء اقتصادي مرستيال د دولتي شرکتونو د ارزښت او د ملي بودجې په تمويل کې د هغوى د رول په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه "په تېر وخت کي د حکومت ۶۰ سلنه ملي بودیجه د دولتي شرکتونو لخوا تمویل کیده؛ یاد ستر ظرفیت ته په کتو اوسنی حکومت غواړي چې دولتي شرکتونو یو ځل بیا فعال او ګټې اخیستو ته چمتو کړي."

یکشنبه، سلواغې ۱، ۱۴۰۲