د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د احتکار منع او نرخونو کنترول کمیسیون سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د مرکزي اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د کابل اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي شاه محمود شریفي، د مارکیټونو د تنظیم ریاست مرستیال ښاغلي عصمت الله انصار، د ماليې، کورنیو چارو، عدليې، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو، د افغانستان بانک او د نورم او سټنډرډ ادارې استازو د مرکزي اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د خوراکي توکو د بیو کنترول او د احتکار منع کولو په موخه يې ناسته ترسره کړه.
 
ښاغلي مهمند د دغې ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او په بازارونو کې یې د توکو د بیو د کنټرول په برخه کې د دغه کمیسیون د هڅو ستاینه وکړه.

د اتاق لومړي مرستیال په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د کانټینرونو توقف د خوراکي توکو د بیو په لوړوالي کې اغیزمن وبلل او د یادو سوداګریزو توکو د خلاصون په برخه کې یې د سوداګرۍ اتاق د هڅو ډاډ ورکړ. هغه د زون په کچه د یوې ډلې پر جوړولو ټینګار وکړ چې د ټولو خامو موادو او سونګ توکو اتحادیې پکې شاملې وي.

ښاغلي مهمند د تېرو کلونو په پرتله د هېواد د صادراتو د زیاتوالي یادونه وکړه او د اومو موادو او نفتي توکو د نرخونو په ټاکلو کې یې د سوداګرۍ اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي خیرالدین مایل د نرخونو کنترول کمیسیون له مسؤلینو وغوښتل چې د توکو د بیو د لوړوالي او کموالي په کنټرول کې د نړیوال بازار نرخ په پام کې ونیسي او د داسې میکانیزم په جوړولو یې ټینګار وکړ چې سوداګرو او مصرفوونکو ته زیان ونه رسوي.

ښاغلي انصاري د یاد کمېسیون د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دغه کمېسیون له جوړېدو څخه یې موخه د خوراکي موادو د بیو کنترول او د احتکار څخه مخنیوی او کنټرول دی. هغه له دغه کمیسیون سره د اومو موادو او نفتي توکو د بیو په مشخصولو او ټاکلو کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي شیرین اغا سخي د کسبګرو اتاق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې ډول غونډو جوړول یې د خوراکي توکو د نرخونو د ټاکلو لپاره یو ښه فرصت وباله او په یادو برخو کې یې د کسبګرو اتاق د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلي الکوزي په بازار کې د خوراکي توکو د کنټرول په برخه کې د یاد کمېسیون له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د خامو موادو د کیفیت د کنټرول په خاطر یې د هېواد په ګمرکونو کې د معیاري لابراتوارونو جوړولو ټینګار وکړ.

شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۴۰۲