د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د UNDP له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي د UNDP له مسؤلینو سره د آنلاین ناستې په ترڅ کې، د سوداګریز پیوستون کنفرانس په اړه چې په نږدی راتلونکی کې په استانبول ښار کې جوړیږي، خبرې اترې وکړې.

د UNDP مسؤلینو وویل چې یاد نندارتون او د سوداګریز پیوستون ناسته د دوی په همکارۍ جوړیږي او په یاد نندارتون او سوداګریز پیوستون ناسته کې يې د افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي هوتک افغان خصوصي سکتور سره د UNDP همکارۍ وستایلې او د ورته نندارتونونو او سوداګریز پیوستون ناستې جوړول يې د سیمې هېوادونو سره د افغان سوداګرو سوداګریزو اړیکو پراختیا، ګډو پانګونو، کورنیو تولیداتو پیژندګلوۍ او د افغانستان د صادراتو او واراتو لوړوالي لپاره اړین وبلل او په یاد نندارتون او کنفرانس کې يې د افغان سوداګرو د ګډون برخه کې د اتاق د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۴۰۲