د وچې او تازه میوې صادرونکو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د وچې او تازه میوې صادرونکو سره په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د بار وړونکو موټرونو د کرایې لوړوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

صادرونکو د ټرانسپورټ وزارت له خوا له یوې اونۍ راهیسې د بار وړونکو موټرونو د کرایو لوړوالی د هېواد د صادراتو او وارداتو په بهیر کې لوی زیان وباله او د ایراني مڼو په ګمرکي تعرفې د لوړوالي او خپلو ستونزو حل غوښتنه يې وکړه.  

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور ګډ کور او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو لپاره یو ملي بنسټ وباله او د بار وړونکو موټرونو د کرایې لوړوالی یې د اندېښنې وړ وباله. نوموړي د تازه او وچې مېوې له صادرونکو وغوښتل، چې د دوی ستونزې، زیانونه او د خپل استازي معرفي دی په لیکلي بڼه اتاق ته وسپاري څو اتاق د دوی د ستونزو حل برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

پنجشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۴۰۲