د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ایران صادراتو په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي او د نفتو کمېټې رئیس ښاغلي جان آقا صادقي، د هرات او لوګر ولایتي اتاقونو مدیره پلاوي غړو، د هېواد سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو د ایران صادراتو نړیوال نندارتون پرانست غونډه کې چې د چابهار نړیوال دایمي نندارتون مرکز کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.

په دې نندارتون کې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو د تېلو او ګازو، کرنيزو او خوراکي توکو، صنعتي توليداتو او وسايلو، غالۍ، د کورنيو وسايلو، ټوکر، کانونو، فلزاتو او قيمتي ډبرو او ساختماني توکو او طبي وسایلو په برخو کې خپل توليدات او محصولات د دریو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړل.

د دغه سفر په څنډه کې ښاغلي صادقي او ټیم یې د چابهار بندر له تاسیساتو څخه هم لیدنه وکړه او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې د صادراتو او وارداتو د بهیر د چټکتیا په موخه د افغان سوداګرو لپاره د بندري خدمتونو د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

پنجشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۴۰۲