د خوست او پکتیا سوداګرو او پانګوالو د اتاق لومړي مرستیال سره خپلې ستونزې شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند خوست او پکتیا ولایتونو ته د خپل کاري په سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې، د چارو ادارې پانګونې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر احمد ضیاء خالد، د صرافانو اتحاديې رئیس ښاغلي بهرام خان، د خوست ولایتي اتاق رئیس ښاغلي شهباز خان، د پکتیا ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عزیزالله ګردیزي، د پکتیا ولایت سوداګرو اتحاديې مرستیال ښاغلي اقبال ولي، د پکتیا ولایتي اتاق عامل مدیر ښاغلي حسیب الله ګردیزي،  د اتاق ستر سلاکار ښاغلي سردارولي پښتون، سوداګرو، پانګوالو او د خوست ولایت د روغتیا، کرنې، ښارجوړنې او اراضي برخو مسؤلینو يې ملتیا کوله په جلا ناستو کې د یادو ولایتونو له سوداګرو سره لیده کاته وکړل او د دوی د شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د يادو دوو ولايتونو سوداګر له ګردېز ښار څخه تر ډنډ پټان ولسوالۍ پورې د معياري سړک نشتوالى، له مرکز څخه د دغو ولايتونو تر پولو پورې د ګمرک د لېږد، په ګمرک کې د خوراکي توکو د معياري لابراتوارونو نشتوالى، د یادو ولایتونو مستوفیتونو له لوري د مالیاتو بیا څیړنه، د مچلغو بند جوړول، په ګمرکونو کې د معياري سکنرونو نشتوالى، د يادو ولايتونو په بندرونو کې د اور وژنې نشتوالى، د صنعتي پارکونو نشتوالى او د یو لوی نندارتون په جوړولو کې چې ټول کورني تولیدات په دایمي توګه نندارې ته کېښودل شي یادونه وکړه او د اتاق له لومړي مرستیال او د چارو ادارې پانګونې رئیس څخه يې په یادو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند د یادو ولایتونو د سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته د یادو ولایتي اتاقونو مسؤلینو ته دنده وسپارله چې د یادو سوداګرو ستونزې په لیکلي ډول مرکزي اتاق ته واستوي، تر څو په اړه یې عملي ګامونه پورته شي.

د اتاق لومړي مرستیال د لویو سوداګریزو مرکزونو پر جوړولو ټینګار وکړ چې ټول کورني تولیدات په کې په دایمي توګه نندارې ته وړاندې شي او د یادو ولایتونو له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د دغه ډول مرکزونو په جوړولو کې له اتاق سره همکاري وکړي.

د چارو ادارې پانګونې رئیس د هېواد په لویو بندرونو کې د معیاري لابراتوارونو د جوړېدو یادونه وکړه او د یادو ولایتونو د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، مرغومي ۲۵مه، ۱۴۰۲