د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د خوست ولایت مقام له سرپرست او د علماو شورا له غړو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند خوست ولایت ته د خپل کاري په سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې، د چارو ادارې پانګونې عمومي رئیس ښاغلي احمد ضیاء خالد، د صرافانو اتحاديې رئیس ښاغلي بهرام خان، د خوست ولایتي اتاق رئیس ښاغلي شهباز خان د اتاق ستر سلاکار ښاغلي سردارولي پښتون، سوداګرو، پانګوالو او د خوست ولایت د روغتیا، کرنې، ښارجوړنې او اراضي برخو مسؤلینو يې ملتیا کوله په جلا ناستو کې د خوست ولایت مقام له سرپرست او د یاد ولایت علماو شورا له غړو سره لیدنه ترسره او د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړولو، د ځمکې استملاک او د ځواب ویونکي پروپوزل برابرولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د خوست ولایت د خلکو دغه نوښت او خیر ښیګڼه چې غواړي د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړ کړي وستایه او د یاد روغتون د جوړولو څرنګوالي، عملیاتي پلان او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل.
نوموړي د دغه روغتون جوړول د سرطاني ناروغیو درملنې برخه کې اړین وګڼل او له اړوندو دولتي ادارو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، څو د ياد روغتون د جوړېدو چارې ګړندۍ شي.

سربیره پردی، د اتاق لومړي مرستيال خوست يو له صنعتي، ټرانزيټي او سوداګريزو ولايتونو څخه وباله او په دغه ولايت کې يې د صنعتي پارکونو او دایمي نندراتون چې د هېواد کورني تولیدات نندارې ته کیږدي د جوړېدو غوښتنه وکړه.

دخوست ولايت مقام د اتاق لومړي مرستيال او ورسره ملګري ټيم ته د ښه راغلاست ويلو په ترڅ کې په هېواد کې د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو جوړول د دولت د کاري پلانونو په لومړيتوبونو کې ياد کړل او د ورته روغتونونو جوړول يې هېوادوالو ته د روغتیا برخه کې د لا ښو خدمتونو وړاندی کولو په موخه اړین او ضروري وبلل.  
نوموړي په دې برخه کې دخوست ولايت اړوندو ادارو  د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

ښاغلي خالد وویل چې له دغه سفر څخه یې موخه د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د معیاري روغتون د عملي کار پیل دی چې، د هېواد د ملي سوداګرو له خوا جوړېږي. نوموړي په دې برخه کې دخوست ولايت مقام څخه د هر اړخېزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې، د خوست علماو شورا غړو د ورته روغتونونو جوړول ښاریانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندی کولو برخه کې اړین ګام وباله او د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ژمنه يې وکړه.

یکشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۴۰۲