د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لومړي مرستیال د ګمرکونو له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د هېواد یو شمیر د غالیو او وینځونکو توکو واردوونکو يې ملتیا کوله د  ګمرکونو له عمومي رئیس لیدنه ترسره او د غالیو او وینځونکو توکو په لوړې تعرفې يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند په غالیو او وینځونکو توکو د لوړې تعرفې خبره مطرح او د ګمرکونو له عمومي رئیس څخه يې غوښتنه وکړه چې د غالیو او وینځونکو توکو لپاره په ټاکل شویو کوډونو بیا کتنه وکړي.

د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي مهمند او ورسره سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په سوداګریزو توکو د ګمرکي محصول لوړوالي دلیل د ګمرکونو عمومي ریاست له لوري د نویو کوډونو ټاکل وښودل او له سوداګرو يې غوښتنه وکړه چې د خپلو شرکتونو مخینه او د سوداګریزو توکو انوایسونه د ګمرکونو عمومي ریاست وسپاري څو د ګمرکونو عمومي ریاست د اتاق او اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ ورته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

یکشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۴۰۲